د کار چارو معین د ترکیې سوداګریز پلاوي سره ولیدل/ ترکیه باید د افغان مهاجرینو ستونزې حل کړي او د هغوی حقونو ته درناوی وکړي

کابل- ايرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو مرستیال وزیر وویل: هیله لرو چې ترکیه به په دغه هیواد کې د میشتو افغان مهاجرینو ستونزې هوارې او د هغوی حقونو ته به درناوی وکړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو نن د لړم په لومړۍ نېټه په یوه خبرپاڼه کې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد، د خپل کار په دفتر کې د ترکیې څخه د راغلي سوداګریز پلاوي له مشر شیخ محمد تورن او ملګرو سره یې وکتل. 

دواړو خواوو د سوداګرۍ، تولید، د بهرنیو اتباعو د کارموندنې، د معاشونو د ورکړې، د مالیاتو او بیمې سیسټم، د ماشینونو واردولو، د هغې عملیات او ترمیم او په ټولیزه توګه د کارګرانو او کارګمارونکو حقونو او مکلفیتونو په اړه بحث وکړ.

په دې کتنه کې د ترکیې د سوداګرۍ پلاوي مشر وویل: مونږ غواړو، چې افغانستان کې د نفت او ګازو د استخراج، کالیو جوړولو، موبل او فرنیچر جوړولو، سړک‌جوړولو او ماشینرۍ په تورید او ترمیم کې پانګه‌اچونه وکړو او په همدې موخه د شته او بالقوه فرصتونو او ننګونو د جاج او ارزونې لپاره افغانستان ته راغلي یو.

مولوي محمد زاهد وویل: د ترکیې او افغانستان هېوادونو اړیکې تاریخي مخینه لري او په مختلفو دورو کې یو د بل ترڅنګ پاتې شوې دي، چې اوس‌مهال هم ګڼ شمېر افغان کډوال هلته مېشت او مختلفو برخو کې یې پانګه‌اچونه کړې‌ده او هیله‌مند یو، هغه ستونزې، چې په ځینو حالاتو کې افغان کډوالو ته جوړیږي حل او حقوق یې خوندي شي.

هغه زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې ډاډمن امنیت ټینګ او هر ډول سوداګرۍ او پانګه‌اچونې ته مناسب فرصت او زمینه برابره ده او د هېڅ کورني او بهرني سوداګر په وړاندې کومه ستونزه شتون نه‌لري او له دوی څخه قوي ملاتړ کېږي او که چېرې ترکي سوداګر افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګې‌اچونې په اړه لیواله وي، د نافذه قوانیو په رڼا کې به ورته امکانات برابر شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .